د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز ټیم مشر پال منافورت د بانکي او مالیاتي جرم په تور په ۴۷ میاشتو بند محکوم شوی دی. تېر کال منافورت له اوکراین نه د سیاسي مشورو له کبله د میلیونونه ډالرو عاید پټ ساتلو له کبله مجرم پېژندل شوی دی. ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د ناقانونه کارونو له امله د هغه د بلې دوسیې حکم صادر شي. د نوموړي تورونه وروسته له هغه څرګند شول چې له روسیې سره د ټرمپ د ټاکنیز ټیم د اړیکو په اړه څېړنې پیل شوې دي. ددې څېړنو مسوول رابرت مولر له ۲۲ میاشتو راهیسې دا دوسیه پرمخ بیايي او ټاکل شوې خپل وروستی راپور په دې اړه خپور کړي.