د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي دي چې هېڅ وسله والې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له خاورې نه پر نورو هېوادونو د برید لپاره گټه واخلي. د پاکستان د ملي امنیت کمېټې هم اعلان کړی چې په دې هېواد کې یې د ټولو سخت دریځو ډلو د ځپلو لپاره یوه هر اړخیزه ستراتیژي جوړه کړې ده. عمران خان یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، هیچا ته به اجازه ورنکړي چې له خپلې خاورې نه د بهرنیو ترهګریزو بریدونو لپاره کار واخلي. پاکستان په دې وروستیو کې له هند سره د سیاسي او پوځي کړکېچ د رامنځ ته کېدو وروسته دننه په پاکستان کې د ترهگرو ډلو ځپلو ته زور ورکړی دی. پاکستاني چارواکو ویلي، چې دغه عملیات له هند سره له وروستي کړکیچ سره اړیکه نه لري او دا د سخت دریځو ډلو پر ضد ددې هیواد د مبارزې یوه برخه ده.