د هند حکومت د لومړي ځل لپاره نن په پاکستان کې د خپل هوايي برید په اړه معلومات ورکړل. د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل، دا په پاکستان کې برید نه بلکې د یوې نړیوالۍ ترهګرې ډلې پر وړاندې برید و. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار وایي، که پاکستان نه غواړي چې د هند دغه ډول هوایي بریدونه دوام وکړي، نو ښه ده چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې عملي اقدام وکړي. هند وايي پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی دی او ددې اړتیا ده، چې نور ددغه پدېدې د روزنې او کارونې چاره پرېږدي.



































