ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین اووه ورځنی کمپاین پیل شو. د ننګرهار د عامې روغتیا رییس امین الله شریف ویلي، دا کمپاین چې د روانې تلې میاشتې په پنځمه پیلېږي په ترڅ کې به یې د دغه ولایت په ١٧ او د نورستان په څلورو ولسوالیو کې ٤٢٥ زره ماشومان واکسین شي. شریف ویلي، د دغه کمپاین پر مهال به له څلورو میاشتو تر پنځو کلونو د ستنو له لارې او د نویو زېږېدلیو تر پنځو کالو ماشومانو ته د څاڅکو واکسین پلی شي.



































