امریکا وایي داسې پلان په پام کې لري چې په نورو هېوادونو کې د مېشتو امریکایي سرتېرو لګښت باید کوربه هېوادونه ورکړي. اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د یو شمېر امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې سپینې ماڼې د امریکا له دفاع وزارته غوښتنه کړې چې په کره ډول دا معلومه کړي چې په نورو هېوادونو کې د دېره امریکایي ځواکونو د لګښت څومره برخه باید کوربه هېوادونه ورکړي. اسوشیټیډ پریس د خپلو سرچینو نومونه نه دي یاد کړي خو زیاته کړې یې ده چې دوی په دې برخه کې ګړندی کار پیل کړی دی. ټرمپ دا شکایت لري چې د امریکا متحدین د ناټو د غړو په ګډون، د ځانونو د دفاع لپاره سمه پانګونه نه کوي او ددې لګښتونو بار یوازې د امریکایي مالیه ورکوونکو غاړې ته لوېدلی.



































