ټرمپ وایي ګومان نه کوي، چې شمالي کوریا دې خپل اټومي فعالیتونه له سره پيل کړي وي. په دې وروستیو کې په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې له امریکا سره تر ناکام خبرو وروسته، کیم جونګ اون د اټومي کوپړیو لېږدوونکو توغندیو د جوړلو امر ورکړی دی. خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ګومان نه کوي، چې کیم جونګ اون دې له شته هوکړو سرغړونه وکړي. دده په خبره له کیم سره ښې اړیکې لري او لا هم خبرو ته هیله مندي شته ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د شمالي کوریا د اټومي فعالیتونو په اړه معلومات نه ورکوي، خو وایي د بلې لیدنې او مذاکراتو لپاره هڅې روانې دي. د امریکا کانګرس هم وایي، چې د بهرنیو چارو وزارت باید له شمالي کوریا سره شته ستونزې حل فصل کړي.



































