د موټرونو په نړیوال نندارتون کې سږ کال تر ټولو د لوړې بیې موټر نندارې ته کېښودل شو. دغه موټر د) Bugatti) فرانسوي شرکت لخوا معرفي شوی دی. نوم یې (La Voiture Noire) دی او ویل کېږي چې ۱۱ میلیونه ډالره بیه لري، چې تر دې وړاندې په دومره لوړه بیه موټر بازار ته نه دی راغلی. دغه راز ویل کېږي چې بوګاتي شرکت تر اوسه د دغو موټرو همدا یوه نمونه جوړه کړې ده، چې هغه هم نندارې ته له اېښودو مخکې پلورل شوې ده. دغه شرکت د یاد موټر د پېرودونکي نوم نه دی اخیستی. د بوګاتي شرکت مسوولینو ویلي، چې دغه موټر یې د خپل شرکت د ۱۱۰مې کلیزې په مناسبت جوړ کړی دی. له دې وړاندې بوګاتي شیرون موټر د نړۍ تر ټولو ګړندی موټر بلل شوی و. د موټر جوړولو شرکتونه هر کال خپل نوي تولیدات نندارې ته ږدي، چې بېلابېلې بیې لري، خو (La Voiture Noire) د بوګاتي شرکت هغه تولید دی، چې تر اوسه پورې په خورا لوړه بیه پلورل شوی دی. دا چې له دې وروسته به سږ کال کوم بل شرکت له دې هم د لوړې بیې موټر معرفي کړي که نه؟ په اړه یې څه نه دي ویل شوي.