ټرمپ له مکسیکو سره ددیوال جوړولو لپاره بیا هم له کانګرس پیسې غواړي. ټرمپ ته نږدې سرچینو د نامه نه اخیستو په شرط رسنیو ته ویلي، چې ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په بودیجه کې له کانګرس ۸.۶ میلیارده ډالر له مکسیکو سره ددیوال جوړولو لپاره اخلي. په مطلب کې راځي داسې ښکاري چې ټرمپ له مکسیکو سره ددېوال جوړولو له مسئلې نه دی تېر شوی. بل پلو ښايي کانګرس ټرمپ ته ددې پیسو له ورکولو انکار وکړي. دا به په امریکايي حکومت کې یو بل کشمکش وي چې زرګونه حکومتي کارکوونکي به زیانمن کړي. خو سره له دې ویل کېږي چې په راتلونکو ټاکنو کې د ټرمپ تر ټولو مهم شعار د پولو ساتنه ده.



































