د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د ماليزيا په پلازمېنه کوالالمپور کې د سیمې د هراړخیزو اقتصادي همکاریزو اړیکو د تړون د مشرانو په ۵مه غونډه کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي د چين د دولت رئيس شي جين پينګ هغې خبرې ته په اشارې، چې ورخلاصون، ټولشموليت، همکارۍ او ګډې ګټې د نړیوالو سم انتخاب دی، ويلي، چې د سیمې د هراړخیزو اقتصادي همکاریزو اړیکو تړون پر نافذېدو درې کاله اوښتي، خو په دغې مودې کې نړیوال اقتصاد کافي خوځند ځواک نه دی ښودلی او په خبره یې، د دغه تړون د غړو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ بیا پراخې شوي او سيمه ييز اقتصاد ورسره چټک زیاتوالی موندلی دی.
د لي چيانګ په وينا، اوسهال په نړيوال اقتصادي او سوداګريز وضعيت کې پېچلی بدلون روان دی، نو د دې تړون ټولې خواوې بايد خپلمنځي همکارۍ زياتې او ستونزې حل کړي او د پرمختګ لپاره باید ګډې هڅې وکړي.
په دې غونډه کې د سیمې د هراړخیزو اقتصادي همکاریزو اړیکو د تړون د مشرانو ګډه اعلاميه هم خپره شوې ده.



































