د هند د ټاکنو رییس سونیل ارورا وايي، په هېواد کې یې ۹۰۰ میلیونه وګړي د رایو ورکولو حق لري. دده په خبره دغه ټاکنې د اپریل په ۱۱مه پیلېږي او په اوو پړاوونو کې به ترسره شي. سونیل زیاته کړې چې ټاکنې به یوه میاشت وخت ونیسي. هند په نړۍ کې د ولسواکۍ او رایې ورکولو له پلوه تر ټولو ستر هېواد دی. د هند ټاکنې د نړۍ تر ټولو ستره ولسواکي ګڼل کېږي. هندي چارواکي وايي د ټاکنو لپاره بشپړ تیاری نیول شوی دی او په خبره یې هر څه به پر خپل وخت ترسره شي. ویل کېږي چې اوسنی حاکم ګوند بهارتیا جناتا به وکړی شي د پارلمان اکثریت څوکۍ خپلې کړي. زرګونه نوماندان د پارلمان د ۵۴۳ څوکیو لپاره سره سیالي کوي.





































