په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ویجي ګوهالي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره کتلي دي. دواړو لورو په دې لیدنه کې د ترهګرۍ پر ضد پر روانې مبارزې او په دې برخه کې د پاکستان پر اقداماتو خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، هند او امریکا ټینګار کړی، چې پاکستان باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او په دې توګه دې په سیمه کې د ثبات او امنیت په راوستو کې همکاري وکړي. ویجي ګوهال ټینګار کړی، چې پاکستان باید په هند کې د وروستي برید مسوولین د قانون منګولو ته وسپاري او د ترهګرۍ پر ضد جدي او عملي اقدامات ترسره کړي.





































