د خوست د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ور کړی، چې په دغه ولایت کې ۳۰ ټنه تاریختېره او بېکیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او سوځول شوي دي. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال شېرآگل ځدراڼ رسنیو ته ویلي، چې دغه توکي د روان کال له پیل څخه د یاد ریاست د څار ډلې لخوا د خوست ښار له بېلابېلو درملتونونو او دوکانونو څخه راټول شوي وو. هغه ټینګار کړی، چې د دوی د څار ډلې هڅه کوي تر څو د تاریختېرو او غیرمعیاري توکو د خرڅلاو کچه صفر ته راټیټه کړي.



































