د امریکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټون ويلي، د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره په ټيليفوني خبرو کې يې هغه ته ويلي چې خپله خاوره کې دې د جېش محمد او نورو ټولو ترهګرو ډلو پر ضد کوټلي اقدامات وکړي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره یې په هغه هېواد کې د ترهګرو ډلو پر ضد د اقداماتو خبره کړې ده او هغه هم ورته په خپله خاوره کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ډاډ ورکړی دی. بولټون دغه راز په دې خبرو کې د هند او پاکستان د کړکېچ پر کمولو هم ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ټول ګاونډي هېوادونه دا هېواد د ترهګرو ډلو پر ملاتړ تورونوي خو پاکستان بیا دا تورونه بې بنسټه بولي او ځان سوله خوښی هېواد ګڼي.





































