د موبایل تولیدوونکی موتورولا شرکت هم لاس تر زنې نه دی ناست، بلکې هڅه کوي پر نوې ټکنالوژۍ سمبال او له پخواني Razr موبایل څخه په الهام اخیستو، نوي قاتکېدونکي موبایلونه بازار ته وړاندې کړي. دغه شرکت وایي، غواړي خپلو پېرودونکو ته بازار ته په نوې بڼه د دغو موبایلونو په راتلو سره پخواني یادونه ور یاد کړي. ویل کېږي چې په دغو موبایلونو کې به پر ټچ سکرین سربېره، ټوله هغه نوې ټکنالوژي کارول شوې وي، چې اوسمهال په ځینو نورو ډېرو کارېدونکو موبایلونو کې کارول شوې ده. د XDA-Developers په یوه را پور کې د دغه نوي موبایل د جوړښت په اړه ځینې معلومات افشا کړي دي. په دغه راپور کې راغلي چې پر مخپاڼه به یې لږ تر لږه شپږ د تنظیماتو عنوانونه ښکاري او ترڅنګ به یې کله چې اصلي صفحه خلاصه وي، د نمایش بېرونۍ صفحه به یې چې Closed Display هم ورته وایي، تور رنګ خپلوي. په دې اړه هم معلومات نشته چې دغه شرکت به پر اصلي مخپاڼه د تنظیموونکو عنوانونو شمېر ور زیات کړي، که نه. ډېری شرکتونه اوس په دې هڅه کې دي، چې بېرته په یو ډول پخواني او لومړی ځل جوړېدونکي تولیدات بازار ته په داسې بڼه وړاندې کړي، چې نوې ټکنالوژي پکې کارول شوې وي.