د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به روانه اونۍ د جیش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر نوم د ترهګرو په تور لېست کې شامل کړي. هند وایي چې هغه په کشمیر کې ددوی پر سرتېرو په یوه خونړي برید کې لاس درلود. دغه وړاندیز، امریکا، برېتانیا او فرانسې کړی دی. دوی وايي چې مسعود اظهر ترهګر دی او د ترهګرو په لېست کې باید شامل کړل شي. هند بیا هڅه کوي دغه مسئله نهايي کړي او په بشپړه توګه ځان ډاډه کړي چې د جیش محمد ډلې مشر د ترهګرو په لېست کې شامل کړل شوی دی. چین بیا وايي چې دا مسئله اوږده بحث ته اړتیا لري او له دې وروسته باید له ترهګرۍ د سیاسي وسیلې په توګه کار وا نه خیستل شي.





































