د وېژن نړیوال سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان په نړیواله کچه د ماشومانو د شدیدې خوارځواکۍ په برخه کې څلورم هېواد دی. یاد سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې له ۵ کالو کم عمره ۳.۷ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي. د دغه بنسټ په خبره، په افغانستان کې یو میلیون ماشومان بیا شدید خوارځواکي دي. دغه نړیوال سازمان زیاتوي، چې ۱.۲ میلیونه مېندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې هم له خوارځواکۍ کړېږي. د وېژن نړیوال سازمان وایي، چې د بودیجې د کمښت له کبله په افغانستان کې د تغذیې ۳۰۵ مرکزونه بند شوي دي.



































