د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په ۱۰مه نېټه الاسان اواتارا ته د کوته دیوا د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
شي جين پينګ په پیغام کې چين او کوته دیوا د عصري کېدو پر لارې ښه ملګري او همکاران یاد کړي دي.
نوموړي ويلي، د چين او کوته دیوا د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ سرعت ښه ساتل شوی او په بېلا بېلو برخو کې يې ګټورې همکارۍ او د خلکو ترمنځ دوستي يې ورځ تر بلې پراخېږي.
نړۍ د چټکو بدلونونو او د سراسري جنوب هېوادونه بیا د پياوړي کېدو په حال کې دي.
شي جين پينګ ويلي، چې هغه د چين او کوته ديوا د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له ولسمشر اواتارا سره به په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو د ژورتيا او د سراسري جنوب د يووالي او همکارۍ د هڅولو لپاره کوښښونه وکړي.



































