د ۲۰۲۵ کال لپاره د انټرنېټ نړيوال کنفرانس سرمشریزه د نومبر په ۹مه نېټه د چين په ووجن ښار کې په بریالیتوب پای ته ورسېده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د روانې میاشتې په ۱۰مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې هېواد به یې له نړیوالې ټولنې سره يو ځای په انټرنېټي فضا کې د نظر تبادلو او همکاريو د لا پیاوړتیا، امنیت ساتنې او د انټرنېټ د ګډې او ټولشموله پراختیا لپاره ګډ کار وکړي.
نوموړي ويلي، د انټرنېټ نړيوال کنفرانس سرمشریزه د مخکښو ټیکنالوژیو د تبادلو پراخ ډګر دی، چې په نړیوالو ډیجیټلي همکاريو او مدیریت کې مهم رول لري او له شلو کالونو راهیسې په بریاليتوب ترسره کېږي.
لین جيان زياته کړې، چې سږ کال د شي جین پینګ لخوا د انټرنېټي فضا د ګډ برخلیک ټولنې د جوړېدو نظريې لسمه کالیزه ده.
چين په دې وروستیو کې « د نړیوالې ادارې د نوښت مفهومي سند» خپور کړی او پکې يې ويلي، چې نړيواله ټولنه دې د انټرنېټي فضا او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د مدیریت همکارۍ زیاتې کړي او د ننګونو پر وړاندې دې ګډه مبارزه وکړي.




































