د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو ادارې د نومبر په ۱۰مه نېټه د شلمې مرکزي کمېټې د څلورمې عمومي غونډې د روحیې د پېژندنې ناسته ترسره کړې ده.
په دغې ناستې کې د شاوخوا ۹۰ سفیرانو او شارژدافیرانو په شمول د ۱۶۰ هېوادونو لوړ پوړو ډيپلوماتانو ګډون کړی و.
ګڼو ډیپلوماتانو رسنيو ته ويلي، چې “۱۵م پنځه کلن پلان” د لوړې کچې پرانیستنې د پراختيا او له نړۍ سره د فرصتونو د شریکولو په اړه د چين د ټينګ هوډ ښکارندويي کوي.
دوی د چين پر انکشافي ايندې پوره باور څرګند کړی او ويلي يې دي، چې هېوادونه به یې له دغه هېواد سره تبادلې او همکارۍ پياوړي کړي او نړيوالې سولې او پرمختګ ته به ګډه وده ورکړي.




































