د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې مطبوعاتي ادارې او د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېسیون په ګډو ترتيباتو «د شي جین پینګ د اقتصادي افکارو پېژندنه» کتاب چاپ شو.
دغه کتاب ۱۵ څپرکي او شاوخوا ۲۱۰ زره کلیمې لري چې پکې د شي جین پینګ د اقتصادي افکارو ستر اهمیت، تاریخي حالت، ځانګړنې او عملي غوښتنې وړاندې شوې دي.
دغه کتاب د پوهنتونونو د اقتصادي څانګو د محصلینو لپاره ښه تدرسي کتاب او د چین د کمونېست ګوند د غړو او کادرانو لپاره د زده کړې مهمه سرچېنه ده.




































