د چين دولت رئيس شي جین پینګ د نومبر په يوولسمه نېټه د ايرلنډ نوې ولسمشرې کسرين کونولي ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، چين او ايرلنډ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۶کلونو راهيسې د تجربو او دوستانه همکارۍ له لارې ګډ پرمختګ موندلی او په وروستيو کلونو کې يې ترمنځ د بېلا بېلو کچو تګ راتګ زیات شوی او ډېرې همکاریزې لاسته راوړنې لري.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې هغه د چين او ايرلنډ ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له ولسمشرې کونولي سره به په سياسي چارو کې د متقابل باور او د عنعنوي دوستۍ د لا ټينګښت لپاره ګډې هڅې او له څو اړخيزم او ازادې سوداګرۍ څخه به ملاتړ وکړي، څو د دواړو هېوادونو ستراتيژيکې اړيکې پر له پسې پرمختګ ومومي او خلک یې ترې ګټې واخلي.



































