چين د نومبر په ۱۰مه نېټه د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۳۰مې غونډې(COP30) په څنډه کې د ”ښايسته خليج او ښکلي ژوند“ په نوم د سمندري ايکولوژيکي تمدن د کيسو او «د چين د دواملرونکي پرمختګ راپور(۲۰۲۵)» د خپرولو فعاليت تر سره کړی دی.
د چین د ایکولوژۍ او چاپېریال ساتنې وزارت مرستیال لي ګاو ويلي، چې هېواد يې په وروستیو کلونو کې د سمندري چاپېریال په ادارې کې مهم ګامونه اخيستي او له پرمختیايي هیوادونو سره يې دوامدارې همکارۍ کړي، چې د سمندري چارو لابراتوارونه او څارنیز مرکزونه جوړ کړي او د نړیوال سمندري چاپېريال د ساتلو لپاره مهم رول ولوبوي.
نوموړي ويلي، چین چمتو دی چې د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو او ټولو هېوادونو سره ګډ کار او د نړیوال ایکولوژیک تمدن د پرمختګ لپاره عملي هڅې وکړي او د انسانانو شریک کور ښه وساتي.




































