اروپايي ټولنې د بشري حقونو د یوې فعالې په اړه د ایراني حکومت پرېکړه غندلې ده. اروپايي ټولنې ویلي د نسرین ستوده په اړه د ایراني حکومت پرېکړه غیر عادلانه او احساساتي ده. ایران کې یوې محکمې تېره ورځ د بشري حقونو فعاله مېرمن نسرین ستوده، په ۳۸ کاله بند محکومه کړه. پر نوموړې تور دی، چې د حکومت رهبرۍ ته یې سپکاوی کړی دی او د ښځو د ازادۍ په برخه کې افراطي کارونه کوي. هغه همدا راز له دې امله چې محکمې ته لوڅ سر ننوتې ده په ۱۴۸ درو هم محکومه شوې ده. نوموړې په دې وروستیو کې د ایران پر حکومت نیوکې کولې او دغه نظام یې د خلکو پر ځپلو او د ازادیو په اخیستلو تورناوه. اروپايي ټولنه وايي ایرانی حکومت دې ژر تر ژره پر خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي.





































