د چين دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په ۱۲مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د هسپانيې له پاچا فيليپ شپږم سره لیدلي دي.
نوموړي چين ته د فيليپ شپږم د رسمي سفر هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره يې د هسپانيې د شاهي کورنۍ ستر خدمتونه ستايلي او ويلي يې دي، چين ته د فيليپ روان سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه همکاريو د پرله پسې ودې لپاره مهم ارزښت لري.
شي جين پینګ زیاته کړې، چين به له هسپانيې سره په ګډه خپلمنځي هراړخیزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته وده ورکړي، څو ستراتېژۍ يې لاټينګې، اړيکې يې له ډېر قوي پرمختيايي خوځنده ځواک څخه ډکې او نړيوالې اغېزې يې زياتې شي.
فيليپ چين ته روان سفر ارزښتمن بللی او باور يې ښودلی چې د هسپانیې او چين دوستانه اړيکې به د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې او ښېرازي ورسوي.




































