د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د چوکاټي تړون د بنسټ ايښودونکو دېرشم کنفرانس (COP30)د نومبر په ۱۰مه نېټه د برازیل په بیلیم ښار کې پرانیستل شو.
د دې کنفرانس په څنډې کې د چين په هکله سیستماتیکې ناستې هم پیل شوي چې ګډونوالو يې پکې د بیولوژيکي تمدن د ساتلو او د ښکلي چین د جوړونې په اړه تجربې شریکې کړې دي.
د یادولو ده، د روانې میاشتې په ۶مه نېټه د کوپ په ۳۰مې سرمشریزې کې د مختلفو هېوادونو استازي په چيني برېښنايي موټرو کې د یاد کنفرانس ځای ته تللي او َټولو ته یې ژورې خاطرې ورکړې دي.
د برازیل ولسمشر لولا ياد کنفرانس ته ویلي، چې ټول هېوادونه د پرمختګ داسې بڼه غواړي، چې عادلانه، منونکې او جلبوونکې وي او ټيټ کاربن ولري. نوموړي تېره میاشت په برازیل کې د چیني موټرو شرکت بي یا ډي فابریکه کې د ۱۴ میلیونم برېښنايي موټر د بشپړېدو په مراسمو کې ګډون کړی و.
د ولسمشر لولا غوښتنې د دې ښکارندويي کوي، چې د نړۍ د ټيټ کاربن د پرمختګ د بدلون اوسنۍ بڼه دا ده چې د چین د زرغونې لایحې په مټ د ګردې نړۍ د اقلیمي مدیریت او د پاکې انرژۍ پرمختګ له ستر بدلون سره مخ دی.
د اروپا او امریکا د موټرو تصدۍ د برېښنايي موټرو د تولید په برخه کې زړه نا زړه دي، خو چیني تصدیو ډېر مخکې د عصري ټکنالوژۍ او مناسبې بیې لوی بازار نیولی او د ټرانسپورټي چارو د زرغون انقلاب لارښوونکې ګرځېدلې دي. چین د برېښنايي موټرو په برخه کې د لیدو وړ لاسته راوړنې لري او د دغو لاسته راوړنو لاملونه يې دا دي، چې دغه هېواد له اوږد مهال راهیسې د دوامدارې ابادۍ پلانونه ټاکلي او جدي يې تطبیق کړي دي.
چين د برېښنايي موټرو، لیټیم بیټريو، لمریزو بېټريو او شیشايي تختو په شمول ډېر ګټور محصولات تولید کړي او د اقلیمي بدلون ضد مبارزې لپاره یې یو مرستندويه سیسټم جوړ کړی دی.
د چین یاد سیسټم پر نړیوالو همکاریو هم ښه اغېز لري.
د چین د زرغونې لایحې نړیوال اهمیت یوازې دا نه دی چې دغه هېواد له نورو هېوادونو سره تخنیکي مرستې کوي، بلکې ډېری مرستې يې ټولشموله دي او هر څوک ترې ګټه اخیستلی شي.
د نړیوال اقتصاد د پرمختګ په تاریخ کې د پخواني لوړ معیار او لوړ مصرف د شکل په نسبت، د چین زرغونه لایحه دومره ګرانه نه ده او اوس ګڼ شمېر پرمختیايي هېوادونه په لږ لګښت کولای شي چې د ټيټ کاربن لار ومومي. دغه ټولشموله بڼه د برازیل د ولسمشر لولا له غوښتنې سره سمون لري.
امریکا له ۳۰ کلونو راهیسې په لومړي ځل د کوپ په نړیوال کنفرانس کې ګډون نه و کړی.
د واشنګټن د فکري مرکز او د نړیوال څېړنیز مرکز لوړپوړي سلاکار سکوټ کینیډي رسنيو ته ویلي، د امریکا له لارښوونې پرته هم نړۍ پرمختګ کولی شي.
د نوموړي دغه خبره د دې څرګندويي کوي، چې د ټيټ کاربن د راتلونکي لپاره د یو هېواد لارښوونه اړينه نه ده، بلکې د مختلفو خواوو د ګډو هڅو په پایله کې رامنځته کېدای شي او په دې برخه کې د چین لایحه ورځ تر بلې مهم رول لوبوي.
په نړۍ کې د اقلیمي بدلون مذاکرات کله نا کله په سیاسي رکود کې پاتې کېږي او د پرمختللو هېوادونو لخوا ژمنه شوې پولي یا تخنیکي مرستې هم ځنډول کېږي، نو په داسې حال کې د چین اغېزمن تدبیرونه ستر ارزښت لري.
د چین حکومت د نومبر په ۸مه نېټه يو سپين کتاب (( اوج ته د کاربن ایستنې اندازه او د کاربن خنثی کولو په اړه د چین اقدامات)) خپور کړی او د اقلیمي بدلون ضد دریځ يې پکې څرګند کړی دی.
په دغه کتاب کې د زرغون پرمختګ په برخه کې د چین لاسته راوړنې بیان شوي او دا نظر پکې وړاندې شوی، چې اقلیمي بدلون د ټولو انسانانو پر وړاندې ګډ چېلنج دی او پر وړاندې يې مقابله د ګردې نړۍ هڅو او کړنو ته اړتیا لري.
چین به د تل په شان څواړخیزم وساتي، نړیوالې همکارۍ به وهڅوي او د نړۍ د زرغون او ټيټ کاربن بدلون لپاره به اغېزناک تدبیرونه ونیسي.




































