د چین دولت رئیس شي جين پينګ په دې وروستیو کې هغو ځوانانو ته ځوابي پيغام لېږلی چې له چيني ژبې او کلتور سره مینه لري.
رئیس شي جين پينګ دغه ځوانان هڅولي، چې د چيني او بهرنيو تمدنونو ترمنځ د پل په توګه خدمتونه وکړي.
نوموړي ویلي، ځوانان د هان قوم د کولتور د څېړنې او د تمدنونو ترمنځ د متقابلو زده کړو په وده کې فعال رول لوبوي او هغوی یې ستایلي دي.
شي جين پينګ هيله ښودلې، چې ځوانان به د کولتور او تمدنونو متقابلو زده کړو ته دوام ورکړي او نړۍ ته به يو ريښتینی، څو اړخيز او جامع چين معرفي کړي.
د ۲۰۲۵ کال د چيني ژبې نړيوال کنفرانس به د نومبر له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شي.
دغه کنفرانس ته د۵۱ هېوادونو ۶۱ ځوانان وربلل شوي دي. دوی په دې وروستيو کې رئیس شي جين پينګ ته لیک لېږلی دی.
هغوی په دغه لیک کې د چيني کولتور د څېړلو تجربې شريکې کړي او د چيني پوهنې په اړه يې د خپلو څېړنو د لا پراختيا او د کلتوري تبادلو د پياوړتيا او پراختیا هيلې څرګندې کړې دي.



































