د نړیوال مدیریت او د ځوانانو د عمل رسنیز فعالیت د نومبر په ۱۱مه نېټه د جنوبي افریقا په جوهانسبرګ کې ترسره شو.
دغه فعالیت د چین ميډیا ګروپ په کوربتوب ترسره شو، چې منځپانګه یې د نړیوالې حکومتولۍ په اړه د ځوانانو پر بحث او د چین او افریقا د عصري راتلونکي پر جوړونې ورټوله وه.
د چین میډیا ګروپ مشر شن های شیونګ ياد فعالیت ته یو پيغام لېږلی دی او په جنوبي افریقا کې د چین سفیر وو پنګ او د افریقایي ټولنې د کمیسیون پخوانۍ رئیسې پکې ګډون او ويناوې کړې دي.

په دغه فعاليت کې په جوهانسبرګ کې د چین عمومي کونسل پان چینګ جیانګ او د جنوبي افریقا د حکومتي ادارو، ځوانو سازمانونو، رسنیو او سوداګریزو ټولنو استازو او له سلو څخه زیاتو مېلمنو برخه اخیستې وه.




































