د چین د ایکولوژۍ او چاپېریال مرستیال وزیر لي ګاو د نومبر په ۱۱مه نېټه د برازیل په بېلیم کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د چوکاټي تړون په۳۰مه غونډه کې (COP30) ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي د چین د کاربن بازار پر پرمختګ خبرې او اړين مالومات وړاندې کړي او خبرو او مالوماتو يې د غونډې ګډونوالو استازو او مېلمنو پاملرنه راجلب کړې ده.
د يادې غونډې په څنډې کې د چین د کاربن بازار د لوړ کیفیت پرمختګ او د تجربو د شریکولو په نوم فارعي فورم هم ترسره شوی دی.
ښاغلي لي ګاو دغه فورم ته په وينا کې د چین د کاربن بازار د پرمختګ درې مهمې تجربې لنډیز او بیان کړې دي.
۱. چين د خپلو ملي شرایطو پر بنسټ د کاربن بازار سیسټم پر له پسې ښه کړی دی.
۲. چين به د ټېکنالوژۍ له لارې د کاربن بازار مدیریت پیاوړی کړي.
۳. نړیواله ټولنه دې په دغه برخه کې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي.




































