د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوه جیا کون د نومبر په ۱۲مه نېټه په یوه نوبتي خبري ناسته کې د افغانستان او پاکستان د روان وضعیت په اړه ویلي، چې دواړه هېوادونه د چین نږدې ګاونډیان دي او هېواد یې تل د پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ او د سیمه ییزې سولې او ثبات د ساتلو ملاتړ کړی دی.
نوموړي ويلي، چین به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان ترينګلي وضعيت په ښه کولو کې پر له پسې رغنده رول ولوبوي.




































