د چین د دولت رئیس شي جین پینګ میرمنې پینګ لي یوان او د هسپانیې ملکې لیټیزیا چې د هسپانیې له پاچا فیلیپ شپږم سره چین ته په رسمي سفر کې ملګرې ده، د بېجینګ د معلولینو د خدماتو له نمونوي مرکز څخه لیدنه کړې ده.

پنګ لي یوان له ياد مرکز څخه د لیدنې په ترڅ کې ویلي، چې د معلولینو چارې د بېلا بېلو خواوو ګډو هڅو او ملاتړ ته اړتیا لري او چین او هسپانیه کولی شي د معلولينو د چارو په اړه خپلمنځي تبادلې او همکارۍ نورې هم پیاوړې کړي.

ملکې لیټیزیا د چین د معلولینو چارو د پرمختګ په اړه پوره مالومات ترلاسه کړي او د ښځینه معلولینو د کارموندنې او د چین د لاسته راوړنو لوړه ستاینه یې کړې ده.





































