د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د کمومورو سيال ازالي اسوماني د نومبر په ۱۳مه نېټه د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو د ۵۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکي پيغامونه واستول.
شي جين پينګ وويل، چين لومړی هېواد و چې له کومورو سره سياسي اړيکې جوړې کړې. د نيمايي پيړۍ راهيسۍ د دواړو هېوادونو اړيکې تل په ثابته او سالمه توګه ټينګې شوې. رئيس شي زياته کړه، زه د چين او کومورو تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له ولسمشر ازالي سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو د ۵۰مې کليزې په وخت کې د چين او افريقا د همکاريو فورم د بېجينګ سرمشريزې د لاسته راوړنو د تطبيق هڅونه وکړو او په نوې زمانه کې د چين او افريقا د هرې خوا د ګډ برخليک ټولنې جوړولو لپاره لا زيات خدمتونه وکړو.
ازالي وويل، کومورو او چين د خپلمنځي سياسي اړیکو د جوړېدو د ۵۰کلونو راهيسې پر متقابل درناوي او اعتماد ټينګار کړی دی. کومورو د چين لخوا د سوله ايزې، عادلانه او څو قطب يزې نړۍ د جوړولو اميد ستاينه کوي او غواړي چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو نظريې له مخې له چين سره يو ځای د دواملرونکي او شموله پرمختګ هڅونه وکړي، د افريقا او چين د يووالي او همکارۍ، ګډې سمسورتيا لپاره هڅونه وکړي.




































