د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د نومبر په ۱۳مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد صدراعظم لي چیانګ به د روسيې فدرسيون د صدراعظم ميخايل میشوستين په بلنې د نومبر له ۱۷مې تر ۱۸مې نېټې پورې په مسکو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د صدراعظمانو شورا په ۲۴مې غونډې کې ګډون وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، صدراعظم لي چيانګ به له يادې غونډې وروسته د روانې مياشتې له ۱۹ مې تر ۲۰ مې نېټې پورې له زامبيا څخه رسمي لېدنه وکړي او ورپسې به د همدې مياشتې له ۲۱ مې تر ۲۳ مې نېټې پورې د جنوبي افريقا حکومت په بلنه په جوهانيسبورګ کې د شلو هېوادونو ډلې په ۲۰مه سرمشريزه کې برخه واخلي.



































