د اولمپيک نړيوال کمېسيون رئيسې کيرستي کوېنتري چې د چين د ۱۵مې دورې ملي لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون په پار دغه هېواد ته تللې، د نومبر په ۱۲مه نېټه ويلي، ”د چين دولت رئيس شي جين پيڼګ سپورټي چارو ته ستر ارزښت ورکوي او له سپورټ سره ډېر شوق او ذوق لري. هغه يو وتلی مشر دی.“
کيرستي کوېنتري د نومبر د ۹مې نېټې په مازديګر د چين په ګوانګجو ښار کې له دولت رئيس شي جين پينګ سره ليدلي دي.
مېرمن کوېنتري چيني رسنيو ته ويلي، شي جين پينګ د خپل هېواد په پرمختيايي بهير کې د سپورټي چارو پر مهم رول او د خلکو د روغتيا او د ټولنيزو ځواکونو په پياوړتيا کې يې پر ارزښت ښه پوهېږي. هغه پر دې ټينګار لري چې هر کس د سپورټ حق لري.




































