د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سون وې دونګ د نومبر په ۱۳مې نېټې په بېجينګ کې د جاپان سفیر کینجي کاناسوګي احضار کړی او د جاپان د لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي د وروستيو ناسمو څرګندونو او کړنو په اړه یې ورته جدي شکايت او احتجاج کړی دی.
د جاپان لومړۍ وزيرې سانای تاکايچي په پارلمان کې د دفاع پر مهال د تايوان په اړه لمسون کوونکې خبرې کړي او مجازاً يې ويلي، چې هېواد يې ښايي پر پوځي لارو چارو د تايوان مسئلې کې ښکېل شي.
سون وې دونګ ويلي: ((د تاکايچي خبرې خورا ناسمې او خطرناکې دي، د چين په کورنيو چارو کې بربنډه لاسوهنه کوي، د نړيوال قانون او نړيوالو اړیکو له بنسټيزو اصولو سخته سرغړونه کوي، له دويمې نړيوالې جګړې وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم سخت زيانمنوي، د يوه چين پېژندنې له اصل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د څلورو سياسي سندونو له روحیې سره ټکر لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو سياسي بنسټ سخت خرابوي او د چينايانو احساسات زيانمنوي او يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه چينايان په هیڅ صورت داسې خبرې نشي منلی!))
سون وې دونګ زياته کړې:(( سږ د جاپاني یرغلګرو پر وړاندې د چینايانو د مقاومت جګړې او د فاشیزم ضد نړيوالې جګړې د بريا ۸۰مه کليزه او دغه راز له جاپانه چين ته د تايوان د بېرته ستنېدو ۸۰مه کليزه ده. اتيا کاله وړاندې مېړنيو چينايانو له ۱۴ کلنې وينه بهوونکې سختې مبارزې له لارې جاپاني يرغلګرو ته ماتې ورکړه. اتيا کاله وروسته نن هم چې هر څوک په هر ډول د چين د يووالي په هڅو کې د مداخلې جرئت وکړي، نو چين به ورته خامخه سخته ضربه ورکوي.))




































