د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په ۱۴مه نېټه په بېجینګ کې د تایلنډ له پاچا ماها وجيرالونګکورن سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږېدلی دی.
پاچا ماها وجيرالونګکورن په همدې ورځ چین ته په رسمي سفر تللی دی.
شي جين پينګ له نوموړي سره په ليدنې کې ويلي، چې چين به له تایلنډ سره ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي، د دواړو لوریو ترمنځ د پټلۍ جوړولو په شمول د لویو پروژیو جریان به پرمخبوځي، له تایلنډ څخه به پراخ باکیفیته زراعتي تولیدات وارد کړي او د مصنوعي ځیرکتیا، ډیجټلي اقتصاد او فضايي چارو په شمول ځینو برخو کې به دوه اړخیزې همکارۍ ورسره زیاتې کړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زیاتې ګټې ورسول شي.
ښاغلي وجيرالونګکورن د تایلنډ او چین دوستانه اړیکې ټینګې او همکارۍ یې پراخې بللي او ويلي يې دي، چې هېواد به یې د چین له پرمختګ او ابادۍ تجربې زده کړي او په مختلفو برخو کې به ورسره ګټې شریکې کړي، چې په دې سره به یې خپلمنځي دوستانه اړیکې نورې هم ټینګې شي.




































