د جاپان لومړۍ وزيرې سانای تاکايچي په وروستيو کې په پارلمان کې ويلي چې که د تايوان په وضعيت کې ستر بدلون راشي، نو ښايي د جاپان موجودیت ته خطرونه او بحران ورسوي. نو په دې وجه د ځاني دفاع پوځ يې پوځي عمليات تر سره کولی شي. له چين سره په جګړه کې د جاپان د ناکامېدو له اتياوو کلونو راهيسې مشرې يې په علني توګه دغه ناسمې خبرې کړې او د تايوان مسئله کې د دوی د ښکېل کېدو بد نيت ښودل شوی دی. دغه کړنه ډېره ناسمه او نتيجه به یې ډېره بده وي. د دې خبرې په اړه چې د چين په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، تر نړيوالې جګړې وروسته يې نړيوال نظم لمسون کړی او د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو بنسټ ته زيانونه رسوي، چين څو څو ځلې ورته شکايت او احتجاج کړی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال یون وي دونګ په بېجينګ کې د جاپان سفير کینجي کاناسوګي احضار کړی او پر دې يې ټينګار کړی، هر څوک چې غواړي په کوم ډول د چين له سترې برخې سره د تايوان د يو ځای کېدو په چارو کې مداخله کړي، خامخا به د چين له خوا له سخت ځوابي بریدونو سره مخ شي. چین بيا پر جاپان غږ کړی چې خپلو تاريخي جرمونو ته سم وګوري او ناسمې خبرې ونه وايي او په غلطه لار روان نه شي. که نه، جاپان دې د ټولو بدو پایلو پړه پر غاړه واخلي.
له وروستۍ زمانې راهيسې د جاپان میلیتارلېزم څو ځلې په نړۍ کې د جاپان موجوديت د بحران په پلمه پر نورو هېوادونو تېری کړی او هم یې د ځاني دفاعي حق د کارولو په پلمه د سپتمبر د اتلسمې نېټې پېښه کړې چې پر چين تېرونکې جګړه يې پیل کړې او چينايانو او نړيوالو ته ناورينونه راوړي دي. تر څوارلسو کلنو جګړو وروسته د چين خلکو جاپاني تېري کوونکو ته ماتې ورکړې او په تايوان کې يې ملي حاکميت بيا تر لاسه کړی چې همدا هم تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د نړيوال نظم يوه مهمه برخه هم ده.
روان کال د جاپان ضد د چينايانو د مقاومت د جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب او هم د جايان له استعماري واکمنۍ څخه د تايوان د ازادېدو له اتيايمې کليزې سره برابر دی. په دې ځانګړي کال کې د جاپان لومړۍ وزيرې سانای تاکايچي د خپل هېواد جنګي جرمونو ته سم نه ګوري بلکې په نړۍ کې د جاپان د موجوديت د بحران په پلمه غواړي چې د تايون مسئله کې ښکېل شي. نو نړيوال هم دا شک لري: ايا جاپاني حکومت د سولې او پرمختګ پر ژمنې ټينګار کړي او بيا جګړه پیل کړي؟
د جاپان په دننه کې د سانای تاکايچي ناسمې خبرې هم د خلکو پراخې نيوکې راپارولې دي. د جاپان د پخواني لومړي وزير يوکي هاتوياما په شمول د دې هېواد ځينو سياستوالو په جلا جلا توګه د هغې پر خبرو نيوکې کړې، د بېلګې په توګه يوکي هاتوياما دې ته اشاره کړې چې هغه غواړي بحران وزېږوي او پوځي سيالي لا پياوړې کړي. د نيشي نيهون شينبون ورځپاڼې په خپلې مقالې کې ليکلي چې د سانای تاکايچي خبرې د جاپان د تېرو صدراعظمانو له بنسټيز دريځ څخه سرغړونه ده چې دا به د وضعیت شخړو د سختېدو سبب شي.
د چين د نړيوالو چارو د څېړنيز انسټیټوټ د اسيا او ارام سمندر د څېړنيز مرکز څېړونکي شيانګ هاو يو سي اېم جي ته ويلي چې په وروستيو کلونو کې د جاپان ښي اړخي ځواکونو کله نا کله دغه هېوا ته د چین د ګواښونو د رسولو په پلمه په خپله ټولنه کې د بحران فضا رامنځته کړې او له دې لارې يې د خپل پوځي ځواک د لا پياوړتيا پلمه پيدا کړې ده. اوس مهال هغوی د تايوان مسئلې څخه په استفادې د چين د مخنيوي په هکله ګډو نظريو ته رسېدلي او د خپلې سياسي موخې د تر سره کولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. د دې حالت پر وړاندې سانای تاکايچي د تايوان مسئله له خپل ډله ييز دفاعي حق سره تړلې او د جاپان د ميلیتارليزم د بيا را ژوندي کېدو خطرناک نيت ښودلی دی.نړیوال دې په دې اړه هوښيار او بېدار واوسي.
چين د جاپان حکومت ته خبرداری ورکړی چې بايد د چين او جاپان د تاريخ او تایوان په شمول د سترو مسئلو په هکله د څلورو سياسي سندونو مقرراتو مراعات وکړي، د تایوان مسئلې په اړه ناسمې خبرې لغوه کړي او د خپلو ناسمو خبرو د منفي اغېزو د لرې کولو لپاره تدبیرونه ونيسي څو چې د نورو هېوادونو باور بيا تر لاسه کړي. که جاپان پر پوځي لارو چارو د تايوان مسئلې کې ښکېل شي، نو چين به خامخا ورسره مقاومت وکړي.




































