د چین د انسان وړلو فضايي انجینرۍ دفتر خبر ورکړی، چې د شن جو-۲۱ انسان وړونکې فضايي بیړۍ کپسول د نومبر په ۱۴مې نېټې د مازدیګر په ۴ بجو او ۴۰ دقيقو ځمکې ته په بریالیتوب را ښکته شو.
د شن جو-۲۱ انسان وړونکې فضايي بېړۍ درې ستورمزلي ۲۰۴ ورځې په فضا کې وو، چې په دې سره یې نوی ریکارډ جوړ کړی دی.
دوی پدې موده کې د فضايي موادو ساینس، فضايي ساینس، فضايي طب او فضايي ټیکنالوژۍ په شمول ځينو برخو کې ګڼ شمېر علمي تجربې کړې دي.




































