د چین د جنوبي هوايي شرکت (C919) الوتکه د نومبر په ۱۴مه نېټه د دوبۍ المکتوم نړیوال هوايي ډګر ته ورسېدله. دغه الوتکه به د روانې نومبر میاشتې له ۱۷مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د دوبۍ په هوايي نندارتون کې نندارچیانو ته وښودله شي.
د مالوماتو له مخې، دا لومړی ځل دی چې د چین جوړه شوې C919 لویه الوتکه په منځني ختیځ کې نندارې ته وړاندې کېږي. د دې الوتکې په شمول د چین د شرکت لخوا تولید شوې درې نورې الوتکې به هم په یاد نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.




































