د چین د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۱۴مه نېټه په خپل ویچټ کې خبر ورکړ چې سږ کال د جاپان ټولنیز وضعیت ښه نه دی، د چیني اتباعو پر وړاندې څو قضیې رامنځته شوې او په جاپان کې د چیني اتباعو امنیتي حالت مخ په سختېدو دی. د جاپان مشرې په دې وروستیو کې د چین د تایوان په اړه لمسوونکې خبرې کړې، د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ فضا یې خراب کړې او له دې امله په جاپان کې د چیني اتباعو د سر او مال خوندیتوب له ننګونو سره مخ دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت او په جاپان کې د چین سفارت او قونسلګرۍ له چیني اتباعو جدي وغوښتل چې په دې وروستیو کې جاپان ته لاړ نهشي، په جاپان کې اوسېدونکي چیني اتباع باید خپل امنیت ښه خوندي وساتي.




































