د چيني شکله عصريتوب د لاسته راوړنو د عکسونو يو نندارتون او د چين او تاجکستان د همکارۍ ډيالوګ د نومبر په ۱۵مه نېټه په دوشنبه کې د چين په سفارت کې تر سره شوی دی. د تاجکستان کابو ۵۰ تنو سياسي او رسنيزو شخصيتونو پکې ګډون وکړ او ”د دواړو هېوادونو همکاريو ته د چين کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د څلورمې عمومي غونډې لخوا د فرصت برابرول“ تر سرليک لاندې يې د نظريو تبادلې کړې دي.
په ياد نندارتون کې ۳۰ په زړه پورې عکسونه ښودل شوي او د اقتصاد، ټولنې، کلتور او چاپېريال په شمول له څو زويو د چين کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د چيني شکله عصريتوب وتلي لاسته راوړنې څرګندې شوې دي.




































