د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۳۰مې غونډه(COP30) اوس په برازيل کې روانه ده. د دغې غونډې په څنډه کې ”له اقليمي بدلون سره په مقاله کې د چين لايحه“ يوې ناستې د نومبر په ۱۴مه نېټه کابو ۱۵۰ تنو چيني او بهرني مېلمانه راجلب کړي چې دوی پکې د چين د اړوندو تجربو او اقداماتو په اړه د نظريو تبادلې کړې او مخکښې تيورۍ او ازموينې يې يو له بل سره شريک کړې دي.
د چيني پلاوي مشر او د چاپېريال وزارت مرستيال لي ګاو په ياده ناسته کې ويلي، اقليمي بدلون د ټولو انسانانو پر مخ يوه ګډه او جدي ننګونه ده. چين تل دا شعار لري چې انسانان دې د اقليمي بدلون بهير ورو کړي او تر څنګ يې دې ور سره مناسبت ولري او په ۳۹ ښارونو کې يې له اقليمي بدلون سره د مناسبت کولو ازموينې تر سره کړې دي.
د ده په خبره، چين غواړي له مختلفو خواوو سره يو موټی شي او له اقليمي بدلون سره ګډه مقابله وکړي څو په دې چارو کې د نړۍ عمومي وړتيا پياوړې شي.




































