د چین د تایوان مسئلې په اړه د جاپان د لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي بېځايه خبرو د نړيوالو زياته پاملرنه جلب کړې او له پراخو نیوکو سره مخ شوې دي. سي جي ټي ان په انګلیسي، اسپانیې، فرانسوي، عربي او روسي ژبو یوه سروې ترسره کړې او په ۲۴ ساعتو کې ۶۶۴۳ تنو پکې ګډون کړی دی.
د سروې ۹۱ اعشاریه ۱ سلنه ګډونوالو په اند، جاپان باید پر چین د تېري جرمونو ته جدي کتنه وکړي، د چین حاکمیت او د خاورو بشپړتیا درناوی دې وکړي. د ۸۸ اعشاریه ۵ سلنه خلکو د سانای تاکایچي دغه خبرې د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د نړیوال نظم پر وړاندې لمسوونکی عمل بللی.
د ملګرو ملتونو اسامبلۍ په ۲۷۵۸م پرېکړه لیک کې دا تاییده شوې چې تایوان د چین یوه نه جلا کېدونکې برخه ده. د سروې ۸۶ اعشاریه ۶ سلنه ګډونوالو ويلي چې جاپان باید د دغه پرېکړه لیک مراعات وکړي.




































