د چیو شه په نوم مجمله د نومبر په ۱۶مه نېټه د شي جين پينګ نوې لیکنه خپره کړه چې عنوان دی « له ځايي حالاتو سره سم د نوي کیفیت تولیدي قوه پياوړتيا». دغه لیکنه د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر اپریل پورې د رئیس شي جین پینګ د مهمو خبرو غورچاڼ دی.
په دغه لیکنه کې راغلي، د نوي کیفیت تولیدي قوه د نوښت او ابتکار تر لارښوونې لاندې، د اقتصاد پخواني پرمختيايي موډل په پرېښودلو سره د توليدي قوه نوې پرمختيايي لار ده چې ترې عالي ټکنالوژۍ، موثريت او لوړ کيفيت ښکاري او له نوې پرمختيايي مفکورې سره مطابقت لري.
په دغه لیکنه کې زیاته شوې، تخنیکي نوښتونه او صنعتي ابتکار د نوي کیفیت تولیدي قوه د پرمختګ بنسټ دی.




































