د چین ریل پټلۍ شرکت د نومبر په ۱۶مه نېټه خبر ورکړی، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې، په اورګاډیو کې ۳ اعشاریه ۹۵ ميلیارډو مسافرو تګ راتګ کړی چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ اعشاریه ۴ سلنه زیاتوالی ښيي او یو نوی ریکارډ یې ټينګ کړی دی.
خبر وايي، په همدې موده کې د چین د ریل پټلۍ ټرانسپورټ سیسټم خوندي، باثباته او منظم کارول شوی او د ریل پټلۍ له لارې سیلانیزو چارو يې ښه پرمختګ موندلی دی.
د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې، په چین کې د سیلانۍ لپاره ټولټال ۲۰۴۹ سيلانيز اورګاډي چلول شوي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ اعشاریه ۱ سلنه زیاتوالی لري.




































