د چين د لوړو او نويو تخنيکي لاسته راوړنو ۲۷م نړيوال نندارتون د نومبر په ۱۶مه نېټه د ګوانګ دونګ ولايت په شن جن ښار کې پای ته ورسېد.
په دغه نندارتون کې د ۱۲۰ هېوادونو او سيمو ۱۰۰۰ پلاويو ګډون کړی و او ۱۰۲۳ پروژې چې ارزښت یې له ۱۷۰ ميليارډو يوانو پورته و، لاسلیک شوې دي.
په دې نندارتون کې د مهمو او لويو تجهيزاتو، مصنوعي ځيرکتيا او روبوټونو، سيميکنډاکټور او جامع مدار یا ای سي، سوداګريزو الکټرونيکي توکو، ټيټې ارتفاع اقتصاد او سوداګريزې فضانوردۍ په شمول ۲۲ ډوله توکي نندارې ته وړاندې شوي وو.
د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې له ۹۰ سلنې زيات توکي په لوړې او مخکښې ټيکنالوژۍ سنمبال او شاوخوا ۲۰ سلنه يې په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شوي وو.
دغه نندارتون نړۍ ته د نړيوالې ټېکنالوژۍ مخکښې لاسته راوړنې او د چين د نوښت برياليتوبونه ښکاره کړي دي.




































