«د قانون د رول په اړه د شي جين پينګ د ويناوو او ليکنو غورچاڼ» لومړی ټوک په دې وروستيو کې چاپ او خپور شوی دی.
دغه ټوک د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تاريخ او ارشیف څېړنيز انسټيټيوټ لخوا ايډېټ شوی او د مرکزي کمېټې د ارشيف مطبعې له خوا نشر شوی دی.
د دغه کتاب په لومړي ټوک کې د ۲۰۱۲م کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۵م کال تر فبرورۍ پورې د قانون د رول په اړه د شي جين پينګ ډېرې مهمې او اړینې ويناوې راټولې شوي او د راپورونو، ويناوو، حکمونو او فرمانونو په شمول ۶۹ ليکنې یې پکې شاملې دي، چې ځينې يې په لومړي ځل خپرې شوې دي.
د قانون د رول مفکوره د نوې زمانې لپاره د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د مفکورو مهمه برخه ده، چې د قوانينو پر بنسټ د حکومتولۍ د هراړخيزې پياوړتيا او د قوانينو له مخې د سوسياليستيک عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ لپاره اصلي بنسټ او عملي نقشه بلل کېږي.




































