په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د نومبر په ۱۷مې نېټې د امنيت شورا د غلو دانو د خونديتوب علنۍ مباحثوي غونډې ته په وينا کې د شخړې او لوږې د غبرګ څرخ د ماتولو غوښتنه کړې ده.
فو څونګ وسله وال تاوتريخوالی د بشري ناورين او لوږې مهم لامل بللی او له اړوندو خواوو څخه يې غوښتي، چې د خبرو له لارې شخړې حل او جګړې پای ته ورسوي او سوله او امنيت بيا رامنځته کړي.
نوموړي ويلي، ځينو پرمختللو هېوادونو د ژمنو له پوره کولو تېښته کړې، له نړيوالو پرمختيايي ارګانونو سره يې مالي مرستې بندې کړي او د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ له اجنډاوو سره يې مخالفت کړی، چې له امله يې نړيوال پرمختګ ته زيانونه رسېدلي دي.
فو څونګ زياته کړې، چين له بېلابېلو لوريو غواړي چې رښتينی څواړخيزم ته دوام ورکړي، ثابت او پرانيستی پرمختيايي چاپېريال جوړ او د جنوب او شمال د پرمختګ واټن کم کړي، څو ګډه وده رامنځته شي.




































