د جاپان لومړۍ وزيرې تاکاچي سانای په وروستيو کې د چين د تايوان په اړه ناسمې خبرې کړي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر بېلا بېلو برخو او په تېره بیا پر اقتصادي چارو بد سیوری غوړیدلی دی.
د چين او جاپان ترمنځ د اقتصادي اړيکو پر خرابېدو د جاپاني پانګوالو اندېښنې زیاتې شوي او د جاپان د سيلانۍ او مصرف اسهام هم ډېر ټيټ شوي دي.
د جاپان د هوسي پوهنتون د سياسي علومو پروفیسور شيراتوري هیروشي رسنيو ته ويلي، چې د اسهامو د بيو پرله پسې ټيټوالی د چين او جاپان د اړيکو پر خرابېدو د بازار اندېښنې منعکسوي.
نوموړي ويلي، چین د جاپان تر ټولو لوی سوداګريز همکار دی، خو د جاپان لومړۍ وزيرې تاکاچي سانای دغه اړيکې له پامه غورځولي او ناسمې څرګندونې يې کړې دي.




































