د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند ماو نينګ د نومبر په ۱۷مې نېټې د تايوان په تړاو د جاپان د لومړۍ وزيرې د وروستيو ناسمو خبرو په اړه ويلي، د تايوان مسئلې په تړاو هغه مقررات چې د چين او جاپان ترمنځ په څلورو سياسي سندونو کې واضع ټاکل شوي، د جاپاني لوري جدي ژمنه ده او د نړيوال قانون په توګه اعتبار لري او دغه مقررات د تتولو او تحریف وړ نه دي.
نوموړي ويلي، چين له جاپان سره د اړيکو د بيا ټينګېدو پرمهال درې اصول مطرح کړي او جاپان هم په ۱۹۷۲م کال کې له چين سره په ګډه اعلاميه کې دغه اصول منلي، چې د چين ولسي جمهوريت حکومت د دغه هېواد يوازينی قانوني حکومت دی او تايوان د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده. له دې سند وروسته د دواړو هېوادونو په نورو درېيو سندونو کې هم پر ياد دريځ ټينګار شوی دی.
ماو نينګ ويلي، چين له جاپان څخه غواړي چې خپلې ژمنې پوره کړي، اور لوبه ودروي، ناسمې خبرې او بد چلند بېرته واخلي او خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي.




































