د چين د ملي دفاع وزارت وياند جانګ شياو ګانګ د نومبر په ۱۷مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې امريکا د چين پر تايوان سيمې وسلې پلورلي، چې په دې سره يې د يو چين پېژندنې اصل مات کړی او د چين او امريکا درې ګډې اعلاميې یې له پامه غورځولې دي.
شياو ګانګ ويلي، امريکا د چين په کورنيو چارو کې سخته لاسوهنه کړې، ملي حاکميت او امنيتي ګټې يې ور زيانمنې کړي او د تايوان خپلواکۍ غوښتونکو ته يې ناسمې نښې ورکړې دي.
چين د امريکا له دغې کړنې سره ټينګ مخالفت ښودلی او امريکا ته يې جدي احتجاج کړی دی.
د خبر له مخې، د امريکا بهرنيو چارو وزارت پر تايوان سيمې د شاوخوا ۳۳۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د وسلو پلور ته منظوري ورکړې ده.
جانګ شياو ګانګ پر امريکايي لوري غږ کړی، چې پر تايوان سيمې د وسلو پلور، بد نیت او بدې کړنې پای ته ورسوي.
نوموړي زياته کړې، چين به د خپلو ملي ګټو د ساتلو په اړه هر ډول اړين تدبيرونه ونيسي او خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا به وساتي.




































